Pashto Academy, Peshawar University

New Articles

نوي مقالې

Notice: Trying to get property 'nodeValue' of non-object in /hermes/walnacweb06/walnacweb06ac/b2716/pow.pwrnuedupk/htdocs/pacademy/head2.php on line 116
  • Salma Shaheen, Ghani Khan: A Modern Pashtoon Poet, Pashto, 38(), 2008
  • سلمی شاهين، غني خان د پښتنو يو جديد شاعر، Pashto, 38(), 2008
  • New Books

    نوي کتابونه

    Amir Hamza Shinwari, Human Ego and Knowledge, 1982
    امير حمزه شنواري، انساني انا او پوهه، 1982

    Events

    پېښې

    A Seminar by POHA Foundation on the eve of 477th Anniversary of Afghan Victory in India


    When? On 17/05/2017 at 16:00.

    په هند کښې د افغانستان د بري ۴۷۷ کليزې په درشل کښې د پوهه فاؤنډېشن په بنسټ يو يوورځنئ غونډه.


    کله؟ په 17/05/2017 باندې 16:00 بجو ته۔

    د پښتو مجلې جلد ۴٦، شمار ٦۵۳ شائع شو

    د پښتو جرنال دغه ګڼه کښې پوره پوره هڅه شوې ده  چې د عنواناتو تنوع ، د موادو ارزښت، څېړنېز لوازمات او هم د پښتو اکېډيمۍ د کره  او معياري  ليک دود اختيارولو لازم شرائط په ځاے کړے شي ـ چونکې دغه مجله يوه تحقيقي مجله ده او د دې يواځينے مقصد د پښتو ژبې او ادب مينه والو ته د تحقيق په مېدان کښې اسانتياوې پېدا کول دي ـ

    ټول مقالے تر لاسه کؤلو د پاره د وېب پاڼے مجلو برخے ته لاړ شئ۔

    مونږ  وس تر وسه کوښښ کوؤ چې داسې ليکوال پېدا کړو چې د هغوي څېړنېزې مقالې نۀ يواځې يو علمي او ادبي حېثيت اولري بلکې د هغوي دغه علمي و ادبي زيار نورو څېړنکارانو دپاره هم لارښود په توګه کار ورکړي ـ خو بيا هم ځينې وخت داسې مقالې هم په دې کښې چاپ شي چې د هغو ادبي ساحه ټي   ټه او نقادانو ته په کښې له ورايه د نقد کولو مواقع ويړيا په لاس ورشي ـ مونږ په هر وار دا خبره په ډاګه کوؤ چې زمونږ  مشران او بااستعداده تکړه ليکوالان دې په دې لړ کښې مخې ته راشي او د خپل ځوان کهول په لارښودنه کښې دې مرستيال شي ـ خو مونږ پوهېږو چې په دې لړزېدلي حالاتو کښې او د وخت په بې رحمتيا کښې د هغوي مسئلې بېخي تر  وس تېرې او ډېرې دي ـ ځکه هغوي نۀ شي کولے چې په مستقل توګه خپل نظر راشريک کړي ـ بل لوري ته که ګورو نو زمونږ ځوان کهول هم د تن اسانۍ او لنډې لارې ښکار شوي دي ـ

    د کلچر څخه مراد د يو قوم د ټولنيز ژوند کړۀ وړۀ ، خويونه ، عادات و اطوار ، د ژوند اجتماعي بڼه ، ملي غرور يا انانيت ، خودي ، د نړۍ په اولسونو کښې خپل شناخت او هم دغه راز له يو لړ نورو ډېرو جزياتو پرته د هغه قوم د لوړتيا يا د پرېوتون مجموعي احوال راته په کښې ښودل کېږي ـ په دې لړ کښې ژبپوهان او د کلچر څېړنکاران يوه خولۀ دي چې د کلچر له توکيو څخه ژبه د يو قوم تر ټولو غوره او مهمه برخه تشکيلوي ـ له دې امله کله چې مونږ د کلچر خبره کوؤ نو هلته به د ژبنيز کلچر ذکر په سر کښې راځي ـ  بې د ژبې نۀ خو کلچر، کلچر او نۀ قوم بحېثيتِ قوم پاتې کېدے شي ـ تر څو چې د يوې ژبې حېثيت او مقام په هغه قوم کښې نۀ وي منل شوے تر هغه نۀ خو هغه ژبه ، ژبه ده او نۀ هغه قوم ، قوم دے ـ ځکه چې د قومونو پېژندګلو کښې ژبه که وړمبے عنصر نۀ دے نو دوېم خو ضرور دے ـ بحېثيت قوم که مونږ غواړو چې زمونږ ژبه دې د يو ژوندي کلچر په توګه پائښت اوکړي او د جهان د سيالو ژبو سياله شي ، نو لازمه ده چې د ليک لوست ژبه ئې کړو بيا ئې د تحقيق له لارې د ترقۍ تر بامه اورسوؤ ـ بايد دا خبره مونږ اومنو ، چې زمونږ د قومي ، علمي ، ادبي او د ټولنيزې ترقۍ راز ، تحقيق ته اهميت او فوقيت ورکولو کښې دے ـ  

    په حېث د يوې قومي ادارې مونږ د ټېکسټ بک بورډ خېبر پښتونخوا، پېښور انتهائي مشکور يُو ، چې هغوي ډېر په کاميابۍ سره د پښتو نصاب په جوړولو کښې بريالي شوي دي ـ ورسره ورسره د پښتو اکېډيمۍ د معياري ليک دود اختيارولو ته انتهائي سنجيده دي او په دې حقله ئې ډېر کوټلي ګامونه پورته کړي دي ـ په بورډ کښې اوس د ټاکلي نصاب په مطابق د پښتو کتابونو د ليکلو او خپرولو لړۍ روانه ده ـ هيله ده چې هغوي به د معياري کتابونو په چهاڼ کښې چېرې هم د ګوندي سياست ، پرې جنبې ، يارانې دوستانې او د خاطر داريو ښکار نۀ شي ـ ځکه چې له دې سره د قوم د بچيانو مستقبل تړلے دے ـ دې کښې د قوم د بچيانو  روښانه سباؤن لارې ټاکل کېږي ـ په تېره دا هم ورڅخه هيله ده  چې هغوي به د پښتو په هر کتاب کښې د اکېډيمۍ د معياري ليک دود روايت په ځاے اوساتي ـ

    د قومي کلچر  د  ودې او فروغ په لاره کښې بايد مونږ هېر نۀ کړو ، چې صوبائي دولتي معمورين په دې لړ کښې له مونږ سره ډېر څۀ کولے شي ـ ځکه چې هغوي سره د رياست مشينري وي او رياست د خپلې پنګې څخه کلچر ته د  ودې او پرمختيا بېله بېلې ذرائع په لار اچولے شي ـ په دې اساس مونږ د صوبائي کلچر منسټري ، د کلچر منسټرۍ د معمورينو او يو لړ نورو چارواکو څخه هيله من يُو چې هغوي به د قومي ذمه وارۍ احساس په ځاے کړي ـ په دې لړ کښې د صوبائي کلچر ډائرېکټرېټ له خوا وخت ناوخت چې څۀ هڅې کېږي ، هغه يقيناً چې د ستائنې وړ او ګټه ور اقدامات دي ـ البته هغوي لره په شپول کښې بندېدل نۀ دي په کار ـ مونږ منو چې ادارې افراد چلوي ، خو بايد افراد ميراث خوارۀ نۀ شي ـ بلکې مسئوليت او مسئول اوپېژندل شي ـ پښتو اکېډيمي په دې لړ کښې کلچر ډائرېکټرېټ ته د خپل استعداد په مطابق د علمي او فرهنګي مرستې لاس ورغزوي ـ  له صوبائي کلچر ډائرېکټرېټ څخه هيله کېږي چې هغوي به پښتو اکېډيمۍ ته د پښتو ژبې ، ادب او تاريخ و ثقافت د يوې نمائنده ادارې په نظر اوګوري نۀ دا چې د دې ادارې حېثيت په منظور نظر کسانو قربان کړي ـ

    زمونږ ځينو مشرانو د پښتو اکېډيمۍ جرنال  او هم په ځينو نورو مطبوعاتو کښې په املائي تېروتنو نيوکې کړې دي ـ اداره د هغوي فکر و نظر او هر قسم علمي ، ادبي او املائي نيوکې ته د قدر او احترام په نظر ګوري او ورڅخه هيله کېږي چې د دوي فکر و نظربه همدغسې د ادارې سره شريک وي ـ

    په اخر کښې د پښتو ژبې او ادب ټولو مينه والو ته دا زېرے ورکول غواړو ، چې د پښتو اکېډيمۍ ، پښتو ژبه ( قاموس ) چې ديارلس جلده ئې چاپ او دوه ناچاپ وو اوس په مکمل ډول په يو جلد کښې اشاعت ته تيار دے ـ بايد دا خبره مو په ذهن کښې وي چې د دغه قاموس څومره جلدونه چاپ شوي وو ، هغه  کتابت وو ـ اوس دغه  واړه د يو جلدپه صورت کښې کمپوز شوي او د پروف په مرحله کښې دي ـ انشاءالله د دې کال تر اخره به چاپ شي ـ

    دې نۀ علاوه پښتو اکېډيمي کښې دا وخت لس زره کتابونه له هارډ نه سافټ شکل ته د اړولو پروژه هم روانه ده، يو څۀ کار ورباندې شوے ، خو په اکېډيمۍ کښې د ټيکنيکل سټاف د کمښت او د فېکلټي د لږ والي د وجې زيات مشکلاتو سره مخ شوي يُو ـ خو انشاء الله زمونږ هڅه ده چې په يو څو مياشتو کښې به  په زرګونو قيمتي کتابونه سافټ شکل ته واړولې شي  ـ دې لړ کښې يو شمېر کتابونه آن لا ئن شوي دي ، چې په pashtoacademy.uop.edu.pk باندې موجود دي ـ

    پروفېسر محمد نواز طائر د پښتو اکېډيمۍ پخوانے ډائرېکټر په ٤ مئ ، ٢٠١٧ء او پروفېسر ربنواز مائل په  ٥ مئ ، ٢٠١٧ء  زمونږ نه همېشه د پاره جدا شوي دي ـ پښتو اکېډيمي د دغو درنو شخصياتو ادبي کار و زيار ته په درنه سترګه ګوري او د دوي مړينه د پښتو ژبې او ادب د پاره يو ستر زيان ګڼي ـ لوے الله دې دغه مشرانو ته جنت الفردوس ورنصيب کړي او پاتې کورنيو ته دې صبر جميل ورکړي ـ    

    مدير
    پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير
    ډائرېکټر

    Important Links

    Contact Us

    • Phone: +92(0)91 922 2210

    • Address: Pashto Academy, Peshawar University, Khyber Pakhtunkhwa, Pakistan

    • Email: pashto_academy@uop.edu.pk